مشرانو جرګې له خالد او صالح په خپلو خبرو د عمل غوښتنه وکړه

9 جدی 1397 ساعت 14:19

مشرانو جرګې د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو وروستیو څرګندونو ته په اشارې له هغوی وغوښتل، چې پر خپلو خبرو او کړو ژمنو عملو کړي.


مشرانو جرګې د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو وروستیو څرګندونو ته په اشارې له هغوی وغوښتل، چې پر خپلو خبرو او کړو ژمنو عملو کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سناتوران وايي، نه عملي شوي خبرې او ژمنې زیات ورکړل شوې، خو له خالد او صالح تمه لري، چې خپلو خبرو ته د عمل جامې ور واغوندي.

د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې مرغومي ۹ مې په عمومي غونډه کې و ویل، تمه لري، چې د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو چې د اصلاحاتو کومې ژمنې ورکړې عمل پرې وکړي.

د هغه په وینا بې له هغې هم د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو نیت ښه نه دی نو اړتیا ده، چې امنیتي بنسټونه اصلاحات راولي، د هغوی له لاسوهنو مخنوی وکړي او د افغان ولس ملاتړ خپل کړي.

سناتور عبدالله قرلق هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل«تمه ده نوي امنیتي مسوولان په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او دا یوازې د ژمنو په چوکاټ کې پاتې نه شي.»

د مشرانو جرګې یو بل غړي صفي الله هاشمي هم و ویل، چې ګاونډي هېوادونه د سیسو په هڅه او لټه کې دي او تمه ده، چې د افغانستان امنیتي بنسټونه هم همغږي رامنځ ته او د هغوی د شومو موخو مخنیوی وکړي.

د هغه په وینا د هېواد اوسني امنیتي حالت حساس دي او هیله ده، چې امنیتي بنسټونه د ولس د امنیت په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

بل خوا په مشرانو جرګه کې د فراه سناتور ګل احمد اعظمي و ویل، چې دښمن د لویو لارو پر سر د محصول راټولو لپاره موقتې پوستې جوړې کړې، چې د خلکو اندېښې یې زیاتې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، تمه ده، چې د ملي دفاع او کورنیو چارو نوي سرپرست وزیران دغه ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او د دښمن دغه کار مخنیوی وکړي.

د هغه په وینا د امنیتي بنسټو مخکني نظامي دوکتورین کارنده نه و، هیله ده، چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو نوي مسوولین کارنده طرحې او پلانونه ونیسي.

دغه راز سناتورانو ټینګار کاوه، چې دفاع وزارت باید د جګړې په ډګر کې پر وسله والو طالبانو فشارونه زیات کړي تر څو دغه ډله د سولې خبرو ته غاړه کېږي.

مشرانو جرګه پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې پرون د ملي دفاع نوي سرپرست وزیر اسدالله خالد د خپلې دندې د پیل په مراسمو کې و ویل، چې افغان پوځ به له دفاعي حالت راباسي او په دښمن پسې به د ده په وینا د هغوی ځالګیو ته ورځي.

خالد دا هم و ویل، چې نور به پخواني شعار ته چې سر ورکو سنګر نه ورکول پر دې شعار بدلون ورکوي، چې سر یې وهو او سنګر یې نیسو.

د ملي دفاع وزیر دا ژمنه هم ورکړه، چې پر وسله والو به پوځي فشار زیاته کړي ځکه د ده په وینا دغه ډلې د سولې خبرې رد کړې او د سولې لپاره کږې خولې په سوک سمېږي.

دغه راز د کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح هم د یو لړ اصلاحاتو ژمنه ورکړې او د اصلاهاتو لړۍ یې پیل کړې ده.

هغه په تازه سپارښتونو کې د کورنیو چارو وزارت ټولو کارکوونکو ته ویلي، چې بهرنیو سفارتونو ته تګ راتګ نه شي کولی او که یې وکړ د جاسوسۍ شک به پرې وشي او قانوني چلند به ورسره وکړي.

دغه راز صالح په تازه سپارښتونو کې ټولو منسوبینو ته ویلي، چې د سولې او افغانستان د بهرني سیاست په اړه له هر ډول نظر ورکولو او تبصرې ډډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 111862

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111862/

جمهور
  https://www.jomhornews.com