د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ په اړه داسې راپورونه وو چې ګنې دغه ټاکنې د سولې په خاطر د نړیوالې ټولنې او امریکا په غوښتنه ښايي شپږ میاشتې وځنډېږي، خو د ټاکنو کمېسیون دغه راپورونه په کلکه رد کړل.
په راپورونو کې ویل شوي و، چې حکومت د ولسمشرۍ ټاکنو له درې میاشتې ځنډ سره موافقه کړې، خو شپږ میاشتې ځنډ یې نه دی منلی.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات په دې اړه
جمهور خبري آژانس سره خبرو کې و ویل، هغه راپورونه چې ګڼې امریکا له موږ غوښتي، چې ټاکنې وځنډو بې بنسټه دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به وځنډېږي، خو د ځنډ غوښتنه یې چا له کمېسیون څخه نه ده کړې، بلکې کمېسیون یې د اصلاحاتو د ټاکنو پروسې د ښه والي او روڼتوب په موخه غواړي لږ وځندوي.
دا چې د ولسمشرۍ ټاکنې به څومره موده وځندېږي ښاغلي سادات و ویل، چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوی مهال وېش به نن یکشنبې د مرغومي ۸ مه د کمېسیون له خوا اعلان شي.
د هغه په وینا له دې سره به یو ځای د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او دغه راز د غزني د ولسي جرګې د ټاکنو د تر سره کېدو مهال وېش هم اعلان شي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض