پوتین وايي چمتو دی له ټرمپ سره وګوري

10 جدی 1397 ساعت 9:01

د روسیې ولسمشر ولاد میرپوتین د امریکا ولسمشر ټرمپ ته د کرکسمس مبارکۍ تر څنګ ویلي چمتو دی، چې د اړیکو جوړولو په موخه ورسره وګوري.


د روسیې ولسمشر ولاد میرپوتین د امریکا ولسمشر ټرمپ ته د کرکسمس مبارکۍ تر څنګ ویلي چمتو دی، چې د اړیکو جوړولو په موخه ورسره وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتین، ټرمپ ته د کرسمس د مبارکۍ له کبله یو لیک لېږلی او زیاته کړې یې ده، چې روسیه تیاره ده، له امریکا سره خپلې اړیکې جوړې کړي.

پوتین په دغه لیک کې ویلي تیار دی، د هغو مسایلو په اړه له ټرمپ سره خبرې وکړي چې له کبله یې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

هغه ټینګار کړي، چې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې پر ټولو نړیوالو مسایلو اغېز لرلی شي نو ښه به وي چې دواړه هېوادونه خپلې اړیکې سره سمې کړي.

سپینې ماڼۍ تر اوسه پورې د پوتین دغه غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

باید و ویل شي، چې د امریکا او روسیې اړیکې د کریما پر سر او دغه راز د امریکا په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په تور تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 111880

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111880/

جمهور
  https://www.jomhornews.com