۰
دفاع وزارت:

میدان وردګو کې د ۴ قوماندانو په ګډون ۲۵ طالبان وژل شوي دي

دوشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۰
ملي دفاع وزارت په میدان وردګو ولایت کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو پر مهال د څلورو سیمه ییزه قوماندانو په ګډون د ۲۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
میدان وردګو کې د ۴ قوماندانو په ګډون ۲۵ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت په میدان وردګو ولایت کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو پر مهال د څلورو سیمه ییزه قوماندانو په ګډون د ۲۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي افغان هوايي ځواک پرون د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په اړونده سیمه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي، د هغوی شپږ موټر او درې عرادې موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په وژل شویو طالبانو کې د هغوی څلور سیمه ییز قوماندانان قاري فرهاد، هاشم ، سید نعیم او محمود هم شامل دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دفاع وزارت پر داسې مهال په میدان وردګو کې د ګڼو طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې د دغه وزارت نوي سرپرست وزیر اسدالله خالد په یوه غونډه کې و ویل، چې نور به افغان پوځ له دفاعي حالته و تهاجمي ته باسي او له دې وروسته به د دښمن سره وهي او سنګر به یې نیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي