۰

دفاع وزارت وايي، پکتیکا کې د حقاني شبکې څلور غړي وژل شوي

دوشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۲
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک په پکتیکا ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو بریدونه کړي او د حقاني شبکې څلور غړي یې وژلي دي.
دفاع وزارت وايي، پکتیکا کې د حقاني شبکې څلور غړي وژل شوي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک په پکتیکا ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو بریدونه کړي او د حقاني شبکې څلور غړي یې وژلي دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د زمري ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک د پکتیکا په ګومله ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې د حقاني شبکې څلور غړي وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړي دي.

بل خوا دفاع وزارت د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې هم د هوايي برید پر مهال د دوسله والو طالبانو د وژل کېدو او د هغوی د دوه موټر سایکلونو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې پر وسله والو طالبانو د افغان هوايي ځواک او دغه راز د کمانډو او ځانګړو ځواکونو عملیات زیات شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي