۰

پکتیا کې افغان ځواکونو د یوه پخواني قوماندان پر کور عملیات کړي

دوشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۳
د سیمې اوسېدونکي وايي، افغان ځواکونو چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله په پکتیا ولایت کې یوه پخواني جهادي قوماندان او قومي مشر په کور عملیات کړي او یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
پکتیا کې افغان ځواکونو د یوه پخواني قوماندان پر کور عملیات کړي
د سیمې اوسېدونکي وايي، افغان ځواکونو چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله په پکتیا ولایت کې  یوه پخواني جهادي قوماندان او قومي مشر په کور عملیات کړي او یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي اوسېدونکي وايي، افغان ځواکونو تېره شپه (د مرغومي ۹ مه) د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په سرکۍ سیمه کې د پخواني جهادي قومندان او قومي مشر محمد نعيم په کور عملیات تر سره کړي دي.

دوی وايي، په دغه عملیاتو کې حاجي نعیم، د هغه ورور، زوی او درې تنه نور په کې وژل شوي دي.

د پکتیا د سولې د ولایتي کمېټې مسوول جنت خان منګل وايي، قوماندان حاجي نعیم د سولې د ولایتي کمېټې غړی دی خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې وژل شوی او که نه.

سیمه ییز امنیتي چارواکي هم په یاده سیمه کې د عملیاتو پخلی کوي، خو په کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، چې ولسي وګړي دي، که وسله وال طالبان.

په ورته وخت کې ویل کېږي، چې د سیمې خلکو د وژل شویو کسانو جسدونه د اعتراض په ډول ګردېز ته راوړل کېږي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي