یوناما د افغان ولسمشرۍ ټاکنو نېتې د مشخص کېدو هرکلی وکړ

10 جدی 1397 ساعت 14:30

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د نېټې د مشخص کېدو څخه هرکلی کړی دی.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د نېټې د مشخص کېدو څخه هرکلی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما نن دوشنبې د زمري ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي باور لري، چې دغه نېټه به له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او حکومت سره تر سلا مشورو وروسته ټاکل شوې وي.

خو ټینګار یې کړي، چې د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو تفصلي جدول او معلومات باید له ټولو سره شریک کړای شي.

باید و ویل شي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو نوې نېته اعلان کړه او دغه ټاکنې یې له ټاکلې نېټې نېږدې درې میاشتې وځندولې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو و ویل، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل میاشتې په ۳۱ مه نه بلکې، د همدې کال د چنګاښ میاشتې په ۲۹ مه نېټه به تر سره شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي حکومت چمتو دی، چې د چنګاښ په ۲۹ مه د ولسمشرۍ ټاکنو کې له کمېسیون سره هر راز همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 111906

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111906/

جمهور
  https://www.jomhornews.com