۰

د هند او پاکستان تر منځ د اوبو پر سر لانجه مخ په پراخېدو ده

سی شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۳
د هند او پاکستان تر منځ د اوبو پر سر پخوانی لانجه مخ په پراخېدو ده، ځکه اسلام آباد په یوه تازه اقدام کې ویلي نور به ډهلي ته اجازه ورنکړي، چې ترڅو د دوی برخه اوبو وکاروي.
د هند او پاکستان تر منځ د اوبو پر سر لانجه مخ په پراخېدو ده
د هند او پاکستان تر منځ د اوبو پر سر پخوانی لانجه مخ په پراخېدو ده، ځکه اسلام آباد په یوه تازه اقدام کې ویلي نور به ډهلي ته اجازه ورنکړي، چې ترڅو د دوی برخه اوبو وکاروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یورو آسیا نشریې په یوه راپور کې ویلي د پاکستان قضايي ادارې پرېکړه کړې، چې به نور هند ته اجازه ورنکړ چې د پاکستان له اوبو څخه ګټه پورته کړي.

د پاکستان د قضايي ادارې مشر میا ثاقب نثار د رواي سیند او له آسیا سره د اوبو د ارتباطي کانال اوبو ته په اشارې تور پورې کړی، چې ډهلی له دغه اوبو څخه په غلا ګټه پورته کوي.

نثار د پنجاب د اوبو لګونې برخې مدیر ته سپارښتنه کړې تر څو د او د ستونزو په اړه وروستي راپورونه د روانې جنوري میاشتې تر څلورمې نېټې پورې وړاندې کړي.

هغه ویلي«د پاکستان کرونده ګرو د اوبو غلا د هغوی د وینو د څښولو په مانا ده.»

په ورته وخت کې د پنجاب د اوبو لګونې برخې مدیر سید علي مرتضی ویلي، پولیس د هغه کسانو په اړه چې د اوبو غلا کوي د لازمو اقداماتو په هڅه کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي