ملی دفاع وزارت وايي، د غزني لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسوول په همدې ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د زمري ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو پر دغه استخباراتي مسوول او ملګرو یې د غزني په ناوه ولسوالۍ کې هوايي برید شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دې هوايي برید کې د غزني لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول ملا حمیدالله له خپلو پنځو ساتونکو سره یو ځای وژل شوی دی.
بل خوا دفاع وزارت وايي، افغان پوځ د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۹ وسله وال طالبان وژلي او څو کلي یې د هغوی له شتون څخه پاک کړي دي.
دغه راز دفاع وزارت زیاته کړې، چې د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې هم د هوايي بریدونو پر مهال ۱۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل