۰

د داعش د غړو ۳۰ ماشومان روسیې ته رسېدلي

سی شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۵
د روسیې د روغتیا وزارت ویلي له عراق روسیې ته هغه ۳۰ ماشومان لېږدول شوي، چې پر پلرونو یې د ترهګرو فعالیتونو او داعش د غړیتوب تورونه پورې او بندیان دي.
د داعش د غړو ۳۰ ماشومان روسیې ته رسېدلي
د روسیې د روغتیا وزارت ویلي له عراق روسیې ته هغه ۳۰ ماشومان لېږدول شوي، چې پر پلرونو یې د ترهګرو فعالیتونو او داعش د غړیتوب تورونه پورې او بندیان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، چې روسیې ته ټول رسېدلي ماشومان په ښه وضعیت کې دي او هر اړخیزه ازموینې به یې وشي.

مسکو هیله لري تر دوو زرو ډېر ماشومان چې عمرونه یې د درېیو او لسو کلونو ترمنځ ښودل شوي او ښځې روسیې ته واستوي.

باید و ویل شي، چې له تېر کال راهیسې، شاوخوا سل ښځې او ماشومان چې ډېری یې د قفقاز مسلمان مېشتو سیمو دي روسیې ته د یوه پروګرام له مخې ستانه شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي