۰
امریکا ته د شمالي کوریا خبرداری:

که واشنګټن کړې ژمنې عملي نه کړي د اړیکو نوی لوری به ولټوو

سی شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۵
د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون امریکا ته خبردارۍ ورکړی، چې خپلې کړې ژمنې عملي کړي، که نه دوی به له واشنګټن سره په اړیکو کې نوی لوری ولټوي.
که واشنګټن کړې ژمنې عملي نه کړي د اړیکو نوی لوری به ولټوو
د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون امریکا ته خبردارۍ ورکړی، چې خپلې کړې ژمنې عملي کړي، که نه دوی به له واشنګټن سره په اړیکو کې نوی لوری ولټوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اون دغه څرګندونې د نوي میلادي کال د پیل په مناسبت په یوه خپاره کړي بیان کې کړې دي.

ولسمشر اون ټینګار کړی که واشنګټن د نړیوالو په وړاندې کړې ژمنې عملي نه کړي او پر شمالي کوریا د بندیزونو پر لګولو تاکید وکړي، نو دوی به له امریکا سره په اړیکو کې نوی لوری وټاکي.

دغه راز کمې جونګ اون له امریکا غوښتي، چې له جنوبي کوریا سره د خپلو ګډو پوځي تمرینانو ځنډ وغځوي.

د شمالي کوریا ولسمشر امریکا ته له دې خبردارۍ سره د ولسمشر ټرمپ سره خپله لیدنه ستایلې او زیاته کړې یې ده، چې په دې لیدنه کې ګټورې خبرې او روغوونکي نظریات تبادله شوي دي.

نوموړي ویلي چمتو دی چې هر وخت د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره بله لیدنه وکړي.

جمهورخبري آژآنس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي