۰

دفاع وزارت: هلمند او اروزګان کې ۴۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۲
ملي دفاع وزارت په هلمند او اروزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: هلمند او اروزګان کې ۴۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزارت په هلمند او اروزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د مرغومي ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي افغان ځواکونو یاد عملیات د هلمند په سنګین، د اروزګان په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه عرادې موټر او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند سیمو کې د هوايي او توپچي بریدونو په ترڅ کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

همدارنګه دفاع وزارت د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال د ۸ طالبانو د وژل کېدو او دوه نور د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

سرچینه وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو دوه د چاودېدونکو توکو ډک موټر سایکلونه، یو پټنځای او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي