لسګونو طالبانو د سرپل پر صیاد ولسوالۍ حمله کړې ده

11 جدی 1397 ساعت 10:37

لسګونه وسله والو طالبانو د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ بریدونه کړي، چې ځینو سیمه ییزه پولیسو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.


لسګونه وسله والو طالبانو د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ بریدونه کړي، چې ځینو سیمه ییزه پولیسو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د جمهور له مخې د سیمې څخه راپورونه وايي، طالبانو تېره شپه پر یاده ولسوالۍ بریدونه پیل کړي و، چې د نن سه شنبې مرغومي ۱۱ مې تر سهاره یې دوام وکړ.

ویل کېږي د طالبانو په برید کې د صیاد ولسوالۍ د سیمه ییزه پولیسو یو قوماندان خلیل خان له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوی او درې نور ملګري یې ټپیان شوي دي.

دا هم ویل کېږي، چې په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني هم په صیاد کې پر امنیتي پوستو د طالبانو د بریدونو پخلی کوي خو په دې اړه یې نور جزیات ورنکړل.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 


د مطلب کود: 111931

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111931/

جمهور
  https://www.jomhornews.com