یو داعشي د خپلې کورنۍ له غړو سره امنیتي ځواکونو ته تسلم شوی

11 جدی 1397 ساعت 14:38

په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو وسله وال د خپلې کورنۍ له ۱۱ غړو سره یو ځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی.


په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو وسله وال د خپلې کورنۍ له ۱۱ غړو سره یو ځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو نن سه شنبې د مرغومي ۱۱ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل تسلیم شوی داعشي بختان نومېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي بختان د خپلې مېرمنې او د کورنۍ د ۱۰ نورو غړو سره یو ځای د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو ته تسلیم شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تسلیم شویو کسانو کې درې مېرمنې او شپږ ماشومان هم شامل دي دي.

داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 111963

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111963/

جمهور
  https://www.jomhornews.com