فاریاب کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله، ۲۵ وژل شوي او ۲۳ ټپیان دي

12 جدی 1397 ساعت 8:52

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، پر وسله والو طالبانو یې مرګوني بریدونه کړي او د دوه مهمو قوماندانو په ګډون یې ۴۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، پر وسله والو طالبانو یې مرګوني بریدونه کړي او د دوه مهمو قوماندانو په ګډون یې ۴۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن چهارشنبې مرغومي ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فاریاب په شرین تګاب او خواجه سبز پوش ولسوالیو کې اوښتې ده.

سرچینه وايي، په هوايي بریدونو او د امنیتي ځواکونو د اکمالاتي کاروان د تېرېدو په جګړه کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په وژل شویو وسله والو کې د ملا احمد او ملا جندالله په مستعارو نومونو دوه ایراني وګړي او دغه راز دوه نور قوماندانان ملا نصرت او ملا صدی چې د سبز پوش ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال هم دی شامل دي.

خبرپاڼه وايي، ملا نصرت او ملا صدی په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قوماندان ملا شفیق الله حقیار په پټنځای کې چې د یادې ولسوالۍ د قره شیخي په سیمه کې موقعیت لري په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي په دغه هوايي برید کې د ملا شفیق الله حقیار، چې د ملا یوسف حقیار ورور دی پټنځای په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې جګړه کې یوازې څلور امنیتي سرتېري سربېرن ټپیان شوي، چې روغتیايي حالت یې ښه دی او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 


د مطلب کود: 111976

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111976/

جمهور
  https://www.jomhornews.com