په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرل سکاټ مېلر وايي، ۲۰۱۹ میلادي کال به د افغانستان لپاره یو په زړه پورې کال وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېلر چې پرون سه شنبې د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړۍ ورځ یې کابل ته نېږدې په یوه پوځي اډه کې خبرې کولې و ویل، چې د افغان سولې او ثبات لپاره هلې ځلې روانې دي.
نوموړي و ویلو چې په څو پلازمېنو کې پر پالیسو غور کېږي، د سیمې لوبغاړي پر افغان سوله ټینګار کوي او افغان حکومت او طالبان هم د سولې په اړه خبرې کوي.
په ورته وخت کې د ناټو ویاند هم هیله ښودلې، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د افغان سولې لپاره یو ښه فرصت برابر شوی دی چې پهدغه هېواد کې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل