۰

چین هم اس ۴۰۰ پرمختللی راکټي سیستم و ازمویه

چهارشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۵
چین په لومړي ځل له روسیې اخستل شوی پرمختللی اس ۴۰۰ راکټي سیستم په بریالی توګه و ازمویه.
چین هم اس ۴۰۰ پرمختللی راکټي سیستم و ازمویه
چین په لومړي ځل له روسیې اخستل شوی پرمختللی اس ۴۰۰ راکټي سیستم په بریالی توګه و ازمویه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چنايي رسنۍ وايي، پوځ پر دغه سیستم په ازمویښتي ډول ځینې هدفونه په نښه او له منځه یووړل.

ساوت چینا هنګ کنګ ورځپانې نن چهارشنبې د مرغومي ۱۲ مه راپور کې ویلي، د چین پوځ په ۲۵۰ کیلومترۍ کې یو هدف په نښه او په دغه راکټ سره چې په هره ثانیه کې یې ګړندیتوب ۳ کیلومتره و له منځه یووړل.

دا لومړی ځل دی، چې چین له دغه پرمختلي سیستم څخه کار اخلي او دا یې له روسیې سره د پوځي همکاریو د غښتلتیا یوه بېلګه ده.

چین یاد پرمختللی سیستم د ۳ میلیادر ډلرو یوه تړون له مخې له مسکو څخه پېرلی دی او دغه دواړو هېواد په ۲۰۱۵ کال کې د خپل منځي نظامي همکاریو د پراختیا په برخه کې یو تړون هم لاسلیک کړ.

باید و ویل شي، چې چین یوه لسیزه وړاندې یوازې اس ۳۰۰ دفاعي سیستم درلود خو د روسیې له خوا د اس ۴۰۰ سیستم له جوړېدو وروسته چین لومړنی هېواد و چې دغه سیستم یې تر لاسه کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي