۰

د افغانستان صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلی دي

چهارشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۰
د سوداګرۍ او صعنت وزارت چارواکي وايي، د افغانستان صادرات د زیاتېدو په حال کې دي او اوس د کال یو میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات لري.
د افغانستان صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلی دي
د سوداګرۍ او صعنت وزارت چارواکي وايي، د افغانستان صادرات د زیاتېدو په حال کې دي او اوس د کال یو میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یاد وزارت د پالیسۍ معین اجمل عبدالرحیم زي نن چهارشنبې د مرغومي ۱۲ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې او ویې ویل، چې د افغانستان صادارت په پراخ ډول زیات شوي دي.

نوموړدي زیاته کړه، چې د تېرې میلادي ۲۰۱۸ کال په لومړنیو ۹ میاشتو کې د افغانستان صادرات د تېرو کلونو په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوي او په دغه کال کې د افغانستان صادرات تر یو ملیارد ډالرو زیات دي.

عبدالرحیم زی وایي، افغان حکومت له نړیوال بانک سره ژمنه کړې، چې افغانستان به په راتلونکو څو کلونو کې له وارداتي له صادراتي هېواد بدلوي.

هغه وايي، د صادراتو په برخه کې وروستیو پرمختګونو ته په کتو په راتلونکو څو کلونو کې به افغانستان خپلې دې ژمنې او ارمان ته ورسېږي او یو صادراتي هېواد به شي.

نوموړی وايي، د یوې سروې پر بنسټ چې نړیوال بانک په دې وروستیو کې کړې ده، افغانستان له ۱۸۳ درجې څخه د تجارت په برخه کې ۱۶۷ مې درجې ته لوړ شوی چې دا یوه نړیوال لاس ته راونه بلل کېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي