۰
د امریکا د پوځ یو چارواکي:

دفاع وزارت له افغانستان د نیمايي سرتېرو ایستلو تکل لري

پنجشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۲
په داسې حال کې چې د امریکا د ملي امنیت شورا له افغانستان د خپل نمیايي سرتېرو ایستلو راپورونه رد کړي د امریکا د پوځ یوه چارواکي ویلي دفاع وزارت له افغانستانه د خپلو نیمايي سرتېرو د ایستلو تکل لري.
دفاع وزارت له افغانستان د نیمايي سرتېرو ایستلو تکل لري
په داسې حال کې چې د امریکا د ملي امنیت شورا له افغانستان د خپل نمیايي سرتېرو ایستلو راپورونه رد کړي د امریکا د پوځ یوه چارواکي ویلي دفاع وزارت له افغانستانه د خپلو نیمايي سرتېرو د ایستلو تکل لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راپور امريکايۍ مېليټري ان لاين خپرونې ته د امريکا د پوځي چارواکي چېد نوم له ښودولو یې ډډه کړې ورکړی دی.

دغه پوځي چارواکي ویلي دفاع وزارت د دې تکل لري چې خپل نيمايي سرتېري له افغانستان وباسي خو پر طالبانو، داعش او نورو وسلوالو ډلو د بريدونو د دوام لپاره به د ځانګړو عملياتو يرغليزې قطعې په دغه هېواد کې پاتې وي.

د خپرونې په وينا امريکايي چارواکي زړه نه ښه کوي چې له افغانستان د خپلو ځواکونو د اېستلو د پلان په تړاو خبرې وکړي.

خو ځينې سرچينې چې له دغې تګلارې خبر دي مېلېټري انلاين ته ويلي جنرال مېلر پلان لري چې راتلونکو اتو مياشتو يا يوه کال کې ٧٠٠٠ سرتېري له افغانستان وباسي.

خو جنرال مېلر وړاندې ويلي و چې د سرتېرو د ايستنې رسمي غوښتنه ترې نه ده شوې او د پنټاگان وياند هم ويلي و چې پر دغه راز يوه پلان کار نه دى روان.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي