۰

ولسمشرۍ ته د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ رسمآ پیل شوه

پنجشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۸
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له اعلان سره سم د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ رسمآ پیل شوه.
ولسمشرۍ ته د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ رسمآ پیل شوه
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له اعلان سره سم د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ رسمآ پیل شوه.

د ټاکنو کمېسیون نن پنشنبې د مرغومي ۱۳ مه د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ پیل کړې، چې د روانې میاشتې تر ۳۰ مې نېټې پورې به دوام ولري.

د یاد کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي جمهور خبري آژانس ته و ویلو چې د نوماندانو له خوا د معلوماتي کڅوړو تر لاسه کولو نېټه پرون چهارشنبې پای ته ورسېږده.

نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه پورې ۶۳ تنو د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه معلومات کڅوړې له کمېسیون څخه تر لاسه کړې چې دوه په کې مېرمنې دي.

د ابراهیمي په وینا د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ د ولسمشرۍ ټاکنو چې د راتلونکي کال د چنګاښ په ۲۹ مه به تر سره شي له مهال وېش سره سمه پیل شوې ده.

کمېسیون پر داسې مهال د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ پیل شوي، چې له یوې خوا یې د ولسمشرۍ ټاکنې نېږدې درې میاشتې وځنډولې او له بلې خوا دغه کمېسیون د سیاسي ګوندونو له سختو نیوکو سره مخ دی.

سیاسي ګوندونه وايي، کمېسیون په دې جوړښت او ظرفیت سره د ولسمشرۍ ټاکنو د تر سره کېدا وړتیا نه لري او باید په کې ژور اصلاحات او تغیرات راوستل شي.

سیاسي ګوندونو د کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو درې میاشتې ځنډول هم د قانون خلاف او د افغان ولس په حقونو ښکاره تېری وباله.

د بېلا بېلو ګوندونو مشرانو په خپلو ویناو او اعلامیو کې ویلي، چې له موجه دلیل پرته د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډ ورته د منلو نه و او کمېسیون په دې اړه له دوی سره سلا مشوره نه ده کړې.

د سیاسي ګوندونو یوه بله غوښتنه دا هم وه، چې کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو له ځنډ سره باید د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ هم ځنډولې وای.

په ولسي جرګه کې د پنجشېر استازي عبدالحفیظ منصور جمهور خبري آژانس سره خبرو کې و ویل، چې کمېسیون د ځینو مجبوریتونو له مخې قانون ماتونې ته ملا تړلې او دا کار یې څرګندوني، چې یاد کمېسیون د مدیریت له جدي کمزورتیا سره مخ دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې ټاکنیزو کمېسیونونو خو قانون ماتونې ته مټې رابډ وهلې او ښکاره ده، چې منفي پایلې به ولري او بیا به د هر څه مسوولیت د همدې کمېسیونو او حکومت پر غاړه وي.
 
 خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو د سیاسي ګوندونو دغه ډول څرګندونې د کمېسیون په چارو کې ښکاره لاس وهنه وبلله.

د کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهمي وايي، د ټاکنو کمېسیون یوه خپلواکه اداره ده، چې د خپل پلان سره سم کارونه مخ ته وړي او د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ هم په کمېسیون پورې اړه لري نه په سیاسي ګوندونو پورې.

جمهورخبري آژانس:وحید فرزان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي