د ملي امنیت شورا سلاکار هند ته ولاړ

13 جدی 1397 ساعت 14:29

د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د خپل هندي سیال په رسیمي بلنه هندوستان ته ولاړ.


د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د خپل هندي سیال په رسیمي بلنه هندوستان ته ولاړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب نن پنشنبې د مرغومي ۱۳ مه هند ته تللی او د سفر موخه یې د دوه اړخیزه همکاریو پر سر خبرې اترې دي.

د ښاغلي محب د سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

خو هند ته یې سفر پر داسې مهال تر سره کېږي، چې پرون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابیني په غونده کې ویلي، چې نور باید په افغانستان، کې هند، روسیه او پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي، نه امریکا.

ټرمپ ویلي هند هلته شته، روسیه شته، پاکستان شته، هغوی باید په افغانستان کې وجنګېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112052

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112052/

جمهور
  https://www.jomhornews.com