۰

د افغانستان او هند ملي امنیت سلاکارانو پر افغان سوله خبرې کړې

شنبی ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۶
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب له خپل هندي سیال سره د افغانستان پر سولې او پوځي همکاریو خبرې کړې دي.
د افغانستان او هند ملي امنیت سلاکارانو پر افغان سوله خبرې کړې
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب له خپل هندي سیال سره د افغانستان پر سولې او پوځي همکاریو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب د تېرې پنشنبې په ورځ د هند د ملي امنیت سلاکار په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ.

ښاغلي محب په بېلا بېلو برخوکې په ځانګړې توګه د بنسټیزه پروژو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې برخه کې د هند د د مرستو او همکاریو ستاینه او مننه کړې ده.

د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین وايي، ښاغلي محب او ښاغلي اجیت دووال د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، امنیتي وضعیت، د ولسي جرګې ټاکنو او د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کېدو اړوند له لوړ پوړو چارواکو سره بحث کړی دی.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجېت دووال افغانستان سره مختلفو په ځانګړې توګه ترهګرۍ سره مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ او د سترو بنسټیزو پروژو سربېره اقتصادي برخه کې له افغانستان سره د مرستو د دوام ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ.

په دغه سفر کې ښاغلي محب له خپل ښاغلي دووال څخه غوښتي، چې د همکاریو د پراختیا په هدف افغانستان ته سفر وکړي او هندي سیال یې هم بلنه منلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي