۰
ډيلي بېسټ:

دا ځل هم ښایي له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو هڅه ناکامه شي

شنبی ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۰
ډیلي بېسټ نشریې په یوه مطلب کې لیکلي، چې له افغانستان د سرتېرو ایستلو پر سر د امریکايي چارواکو تر منځ پراخ اختلافات موجود دي.
دا ځل هم ښایي له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو هڅه ناکامه شي
ډیلي بېسټ نشریې په یوه مطلب کې لیکلي، چې له افغانستان د سرتېرو ایستلو پر سر د امریکايي چارواکو تر منځ پراخ اختلافات موجود دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په مطب کې راغلي، د امریکا حکومت وړاندې هم څو ځلې له افغانستان د سرتېرو ایستلو هڅه کړې خو ناکامه شوې ده.

نشریه زیاتوي، چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکايي چارواکو تر منځ پراخ اختلافات موجود دی او دا ځل هم ښايي دغه هڅه ناکامه شي.

په مطلب کې ویل شوي« اوس هم دغه هڅه ناکامه ده او ددې تمه نه شي کېدلی چې امریکا دې د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي او دا پرېکړه دې بریالۍ شي»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس ویلي ولسمشر ټرمپ له افغانستان د سرتېرو کمولو پر موضوع غور کوي.

هغه ویلي تر اوسه دا طرحه قطعي شوې نه ده خو ارزونه یې روانه ده.

خو ډیلي بېست زیاتوي، چې په افغانستان کې وضعیت ته په کتو دا منطقي نه ښکاري چې امریکايي ځواکونه دې له افغانستان و ایستل شي.

نشریې په دې اړه د امریکايي چارواکو وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي داسې ښکاري چې امریکايي چارواکي د امریکايي وګړو د خولې پټولو لپاره دغه ډول څرګندونې کوي.

په مطب کې پر امریکا غږ شوی، چې په افغانستان کې روانې جګړې سره منطقي چلند وکړي او په دې توګه هلته رامنځ ته شوي بحران ته د پای ټکی کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي