۰

د امریکا او روسیې د پوځ مشرانو د سوریې پر وضعیت خبرې کړې دي

شنبی ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۳
د امریکا او او روسیې د پوخ مشرانو جنرال جوزیف ډانفورډ او جنرال ګراسیموف د سوریې پر وضعیت تلېفوني خبرې کړې دي.
د امریکا او روسیې د پوځ مشرانو د سوریې پر وضعیت خبرې کړې دي
د امریکا او او روسیې د پوخ مشرانو جنرال جوزیف ډانفورډ او جنرال ګراسیموف د سوریې پر وضعیت تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روسي او امریکايي پوځي مشران پر داسې مهال د سوریې پر وضعیت خبرې کوي، چې له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر سر هم غور روان دی.

د جنرال ډانفورد له دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې هغه له خپل روسیې سیال سره خبرو کې په سوریه کې د عملیاتي جګړې د نه کړو پر ژمنې ټینګار کړی دی.

بل خوا د ګراسیموف دفتر وايي، په دغه تلېفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د دفاع وزارت تر منځ د اړیکو پر ټنګښت ټینګار کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې دواړو لورو د سوریې پر وضعیت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او دغه راز نورو د علاقې وړ موضوعاتو باندې بحث کړی دی.

روسیې او امریکايي پوځي مشران پر داسې مهال پر سوریه خبرې کوي، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ څو ورځې وړاندې له روسیې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

ټرمپ د سرتېرو د ایستلو احتمالي مهال وېش رد کړی خو ویلي یې دي، چې امریکايي ځواکونه به له آرام او منظم ډول له سوریې ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي