۰

چین پاکستان ته دوه میلیارد ډالر پور مرسته ورکړه

شنبی ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۰
په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د چین او پاکستان تر منځ د شوې هوکړې له مخې چین دو میلیارد ډالر پور مرسته د پاکستان په واک کې وکړې ده.
چین پاکستان ته دوه میلیارد ډالر پور مرسته ورکړه
په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د چین او پاکستان تر منځ د شوې هوکړې له مخې چین دو میلیارد ډالر پور مرسته د پاکستان په واک کې وکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چین وايي، له دغه مرستې یې موخه د پاکستان اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره زمینه برابرول دي.

چین له پاکستان سره دغه مرسته پر داسې مهال کوی، چې اسلام آباد وايي، پولي رازښت د امریکايي ډالر پر وړاندې یې یو پر پنځمه لوېدلی او ښايي دغه مرسته به تر یوه برید پورې دغه ستونزه حل کړي.

اسلام آباد وايي، په اوس وخت کې یې د هېواد اقتصادي وضعیت خورا کمزوری دی او چین شوې مرسته د پاکستان لپاره حیاتي ارزښت لري او کولای شي د اقتصادي بحران په مخنیوي کې مرسته وکړي.

اسلام آباد د ورته نورو مرستو او پورونو تمه هم لري او دغه تمه یې تر ډېره پورې په چین او عربي هېوادونو په ځانګړې توګه په سعودي عربستان پورې تړلې.

ځکه سعودي عربستان هم له پاکستان سره د اقتصادي ستونزو د مخنیوي په برخه کې د شپږ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

اسلام آباد کې د چین سفیر جایو لي جیان وايي، له پاکستان سره په ګډ اقتصادي کرېدور کې د چین د پانګونې کره شمېره نه ده معلومه خو ټینګار یې کړی، چې د دغه هېواد د اقتصادي ستونزو د مخنیوي لپاره به اسلام سره مرستو ته دوام ورکوي.

له پاکستان سره د چین مرسته پر داسې مهال کېږي، چې دغه هېواد د ترهګرو د ملاتړ له امله د امریکا او نړیوالو تر سختو فشارونو لاندې دی او همدا فشارونه د دې لامل شوي، چې د پاکستان اقتصاد ورځ تر بلې مخ په ټیټه لاړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي