۰
د سولې عالي شوار:

تر اوسه د جدې غونډې د جوړېدو کره نېټه نه ده معلومه شوې

شنبی ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۵
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د افغان سولې په تړاو د سعودي عربستان جده کې د جوړېدونکې غونډې کره نېټه تر اوسه نه ده معلومه شوې.
تر اوسه د جدې غونډې د جوړېدو کره نېټه نه ده معلومه شوې
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د افغان سولې په تړاو د سعودي عربستان جده کې د جوړېدونکې غونډې کره نېټه تر اوسه نه ده معلومه شوې.

د سولې عالي شورا مرستیال ویاند اسدالله زائري جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د دغه غونډې د جوړېدو نېټه د کوربه هېواد په لاس کې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه د سعودي له خوا د دې غونډې د جوړېدو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو یاد هېواد له نورو هېوادونو سره په دې اړه غور کوي.

د هغه په وینا جده کې جوړېدونکې غونډه د ابوظبۍ د غونډې چې په کې امریکا، سعودي، اماراتو رول درلود په تعقیب جوړېدونکې ده او په کې به د افغان سولې او جګړې د پای ته رسېدو پر سر خبرې وشي.

پوښتنه دا ده، چې په دې غونډه کې به طالبان ګډون وکړي که نه، طالبانو خو وړاندې ویلي، چې ګډون په کې نه کوي، خو افغان حکومت هڅه کوي، چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

د سولې د عالي شورا مرستیال ویاند زیاتوي، افغان حکومت هڅه کوي، تر څو د جدې په غونډه کې د ابوظبۍ د غوندې کړنې تکرار نه شي.

هغه و ویل افغان حکومت هڅه کوي دا ځل خپل هدف چې هغه هم له طالبانو سره مخامخ خبرې دي تر لاسه کړي او په وینا یې طالبان هم باید نور خبرې وکړي، ځکه د ده په وینا که نن نه وي سبا او که سبا نه وي بل ورځ به طالبان اړ وي، چې مخامخ خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي