۰

د سیاسي ګوندونو ناظران وايي، د کابل ټاکنې دې بیا وشي

شنبی ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۳
د سیاسي ګوندونو ناظرانو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنو په پراخو درغلیو تورن او د دغه ټاکنو د ابطال غوښتنه يې وکړه.
د سیاسي ګوندونو ناظران وايي، د کابل ټاکنې دې بیا وشي
د سیاسي ګوندونو ناظرانو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنو په پراخو درغلیو تورن او د دغه ټاکنو د ابطال غوښتنه يې وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۴۷ سیاسي ګوندونو ناظران نن شنبې د مرغومي ۱۵ مه کابل کې راغوڼد شوي و او ویل یې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو په ترسره کولو او دغه راز د رایو په بیا شمېر کې لاسوهنې کړې او دغه ټاکنې یې له پراخو درغلۍ ډکې تر سره کړي دي.

د دوی په وینا کمېسیون د کابل حوزې په ټاکنو کې دومره پراخ او ښکاره درغلۍ او سرغړونې کړې، چې دغه ټاکنې یې نېږدې په مکمل ډول تر پوښتنې لاندې راوستې.

ناظرانو زیاته کړه، چې د رایو د بیا شمېرنې په پروسه کې د نوماندانو ناظرین او مفسدین د کمېشنرانو په ضمانت ګومارل شوي وو او په رایو کې یې لاسوهنه کوله.

دوی په امنیتي ځواکونو هم تور پورې کړ، چې امنیتي ځواکونو هم هغه کسان نه نیول، چې په درغلیو لاس درلود او د رایو په بیا شمار یې کې لاسوهنه کوله.

دغه راز د سیاسي ګوندونو ناظرانو د کمېسیون ځینې غړي او کارکوونکي هم تورن کړل، چې رایې په پیسو پلورلې او ډېری صندقونه یې له شمېرلو مخکې پرانستي وو.

د سیاسي ګوندونو ناظرانو ټینګار کولو چې درغلیو ته په کتو کمېسیون باید د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنې لغوه او له سره په پوره روڼتیا او عدالت تر سره کړي.

د ۴۷ سیاسي ګوندونو ناظرانو ټینګار کولو، چې که کمېسیون د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنې له سره په پوره شفافیت او عدالت تر سره نه کړي، نو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم ترې د روڼتوب او عدالت تمه نه شي کېدای.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي