۰
د ولسي جرګې غړي:

ټرمپ دوهم ګورباچوف دی، افغانستان کې د امریکا ماتې ته زمینه برابروي

شنبی ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۹
د ولسي جرګې یو شمېر غړو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې هغه دوهم ګورباچوف وباله، چې په وینا یې قصدآ غواړي امریکا په افغانستان کې د روسیې په برخلیک اخته کړي.
ټرمپ دوهم ګورباچوف دی، افغانستان کې د امریکا ماتې ته زمینه برابروي
د ولسي جرګې یو شمېر غړو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې هغه دوهم ګورباچوف وباله، چې په وینا یې قصدآ غواړي امریکا په افغانستان کې د روسیې په برخلیک اخته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو، چې د نن شنبې مرغومي ۱۵ مې په غونډه کې یې خبرې کولې له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه یې د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون وښود.

وکیلانو ویل ټرمپ لکه د روسیې ګورباچوف چې افغانستان
وکیلانو ویل ټرمپ لکه د روسیې ګورباچوف چې افغانستان کې یې د پخوانۍ روسیې ټوټه ټوټه کېدو او ماتې ته زمینه برابره کړه، دی هم په لوی لاس غواړي په افغانستان کې د امریکا ماتې ته زمینه برابره کړي.
کې یې د پخوانۍ روسیې ټوټه ټوټه کېدو او ماتې ته زمینه برابره کړه، دی هم په لوی لاس غواړي په افغانستان کې د امریکا ماتې ته زمینه برابره کړي.

د ولسي جرګې د غړو په خبره ډونالډ ټرمپ یو سوداګر دی او تر ډېره د نړۍ او افغانستان په اړه سوداګریز فکر لري، چې دغه فکر به یې خپله امریکا ته زیان ورسوي.

په ولسي جرګه کې د بادغیس استازي محمد موسی جناب و ویل«له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل او د ټرمپ وروستۍ څرګندونې به افغانستان او افغان ولس ته هېڅ ډول زیان ونه لري، بلکې دا خپله امریکا ده، چې له دغه څه به زیان ویني.»

د هغه په وینا ټرمپ د ولسمشرۍ کېدو له ورځې راهیسې په امریکا کې کوم سیاسي تصمیم نه دی نیولی او په خپل سوداګریز لرلید سره لرې نه ده، چې د امریکا د دړې وړې کېدو زمینه به برابره کړي.

نوموړي د افغان حکومت پر مشرانو غږ وکړ، چې سر له اوسه دې معلومه کړي، چې د نړۍ راتلونکي زبرځواک هېواد کوم یو دی
په ولسي جرګه کې د بادغیس استازي محمد موسی جناب و ویل«له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل او د ټرمپ وروستۍ څرګندونې به افغانستان او افغان ولس ته هېڅ ډول زیان ونه لري، بلکې دا خپله امریکا ده، چې له دغه څه به زیان ویني.»
او له هغه سره دې سر له اوسه معامله وکړي.

د ولسي جرګې بل غړي غلام حسین ناصري افغانستان ته د امریکايي چارواکو وروستي سفر ته په اشارې و ویل داسې ښکاري، چې د پردې تر شاه کومه معامله روانه ده او ځینې پرېکړې شوې، چې افغان ولس ترې خبر نه دی او په افغانستان کې د امریکا شتون یو دروغجن باور رامنځ ته کړی، چې ګڼې که دوی نه وي افغانستان به بحران ته ننوزي.

ده و ویل«د افغان ولس د پردې تر شاه معاملو خبر نه دی باید په دې پوه شي او که دا ځل افغانستان د روسیې یا امریکا په غېږ کې سقوط کوي لوی ذلت او شرم دی.»

دی وايي، دې ته په ګتو باید ټول سیاسي مشران د افغانستان تر سپېڅلي بیرغ لاندې په پوره یووالي سره له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.

خو په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي عبدالودود پیمان له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستلو ته په اشارې و ویل څوک چې د جهاد تجربه نه لري د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه په اندېښنه کې دي.

هغه زیاته کړه«زه وایم چرګ کم او نسل یې د ورک شي،
هغه زیاته کړه«زه وایم چرګ کم او نسل یې د ورک شي، له امریکا او روسیې سره دوستی حماقت دی، په افغانستان کې د امریکا ۱۸ کلن حضور له فساد پرته بله لاس ته راوړنه نه درلوده، او اوس هم موږ په نیمه لار کې پرېږدي، بنآ امریکایان دې ووځي، ولس د اوسني دولت څخه په ملاتړ په یوه صف کې درېږي او خپل هېواد په خپله جوړوي.»
له امریکا او روسیې سره دوستی حماقت دی، په افغانستان کې د امریکا ۱۸ کلن حضور له فساد پرته بله لاس ته راوړنه نه درلوده، او اوس هم موږ په نیمه لار کې پرېږدي، بنآ امریکایان دې ووځي، ولس د اوسني دولت څخه په ملاتړ په یوه صف کې درېږي او خپل هېواد په خپله جوړوي.»

په ولسي جرګه کې د کابل استازي سید علي کاظمي و ویل له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو موضوع دا په ډاګه کوي، چې افغانستان نباید تل نورو ته اړ وي.

د هغه په وینا حکومت او سیاسیون باید په ګډه په خپلو پښو د درېدو او خپل هېواد د پرمختګ او ساتنې زمینه برابره کړي او د نورو په تمه نور پاتې نه شي.

د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته چې پر افغانستان یې د روسیې یرغل په حقه بللی  و ویل، چې د افغانستان په اړه د ټرمپ څرګندونې ناآګاهانه دي او ښه به وي، چې ښاغلی ټرمپ د افغانستان د برحقه جهاد او تاریخي مسایلو په اړه نظر څرګند نه کړي.

ولسي جرګه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې ویلي، چې نور باید په افغانستان کې روسیه، هند او پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته یوسي، نه امریکا.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي