د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته راغلی دی

15 جدی 1397 ساعت 13:36

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي کابل ته راغلی دی.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي کابل ته راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عراقچي نن شنبې د مرغومي ۱۵ مه له غرمې وروسته کابل ته راغلی او ټاکل شوې له افغان چارواکو سره پر ځینو مسایلو خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، عراقچي له خپل افغان سیال سره لیدلي او تمه ده چې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره هم پر افغان سوله خبرې اترې ولري.

دا کابل ته په روانه میاشت کې د عراقچي دویم سفر دی او په داسې حال کې یې تر سره کوي، چې څو ورځې وړاندې یې په تهران کې د طالبانو له ورغلي پلاوي سره هم پر افغان سوله خبرې کړې دي.

نوموړی څو اونۍ وړاندې هم کابل ته راغلی و او له افغان چارواکو سره یې پر افغان سوله او ځینو نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112084

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112084/

جمهور
  https://www.jomhornews.com