۰
اسلام آباد کې افغان سفیر:

پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته باید پاملرنه زیاته کړو

یکشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۵
په اسلام آباد کې د افغانستان نوی ټاکل شوی سفیر شکرالله عاطف مشعل له ټولو جنرال قونسلانو غوښتنه کړې، چې پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته جدي او پر وخت رسېدنه وکړي.
پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته باید پاملرنه زیاته کړو
په اسلام آباد کې د افغانستان نوی ټاکل شوی سفیر شکرالله عاطف مشعل له ټولو جنرال قونسلانو غوښتنه کړې، چې پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته جدي او پر وخت رسېدنه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مشعل په سفارت کې له مېشتو قونسلانو سره غونډه درلوده او پر ځینو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

اسلام آباد کې د افغانستان له سفارته خپره شوې خبرپاڼه وايي، مشعل پاکستان کې له ټولو افغان جنرل قونسلانو غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزو ته په ژر فرصت کې رسېدنه وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې په کراچۍ، پېښور او کوېټې ښارونو کې قونسلانو او د سفارت یو شمېر دیپلوماتانو برخه درلوده  او د قونسلګریو ترمنځ پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو.

سرچینه زیاتوي، مشعل، جنرال قونسلانو ته ويلي چې افغان او پاکستاني سوداګر په افغانستان کې پانګونې او د سوداګرۍ ودې ته وهڅوي او په دې برخه کې ورته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

دغه راز نوموړي په ورته وخت کې له پاکستان سره د دوه اړخیزو ګټو او احترام پر اساس د اړيکو پر لا پياوړي کولو ټينګار کړى دى.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي