۰

د سولې عالي شورا یو پلاوی پاکستان ته ځي

یکشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۷
ټاکل شوې د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزي په مشرۍ یو څلور کسیزه پلاوی د سولې په تړاو پاکستان ته سفر وکړي.
د سولې عالي شورا یو پلاوی پاکستان ته ځي
ټاکل شوې د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزي په مشرۍ یو څلور کسیزه پلاوی د سولې په تړاو پاکستان ته سفر وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې شورا ویاند سید احسان طاهري نن یکشنبې د مرغومي ۱۶ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې داودزی او ورسره پلاوی به د همدې اوونۍ په نیمايي کې پاکستان ته سفر وکړي، خو کره نېټه یې په ګوته نه کړه.

نوموړي و ویل، چې له ښاغلي دوازي سره به په دغه څلور ورځني سفر کې د بهرنیو چارو وزارت یو استازی هم ګډون ولري او دوی به هلته له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر سوله خبرې وکړي.

د طاهري په وینا کېدای شي، د سولې د عالي شورا د داردالانشا رییس د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وګوري او تر ډېره به هڅه وکړي، تر څو پاکستان دې ته واداره کړي، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي او په سیمه ییزه اجماع کې ورګډ شي.

دی وايي، دا چې د طالبانو د غورځنګ مشران په پاکستان کې اوسېږي نو دغه هېواد کولای شي پر طالبانو د خپل نفوذ له کبله په افغان سوله کې مهم رول ولوبوي او د سولې په پروسه کې د پاکستان جلبول د سولې عالي شورا لومړیتوب دی.

د سولې د عالي شورا ویاند ټینګار وکړ، چې د افغانستان په اړه د پاکستان موضوع د تېر په پرتله خورا توپیر کړی او دغه هېواد پر شته سیاسي او اقتصادي فشارونو ښايي د افغان سولې په برخه کې همکاري وکړي.

طاهري دا هم و ویل، چې د سولې عالی شورا د داردالانشا رییس به د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع د رامنځ ته کېدو لپاره د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري.

پاکستان ته د سولې عالي شورا پلاوی پر داسې مهال سفر کوي، چې دغه هېواد تر دې وړاندې هم د افغان سولې په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې، خو هر ځل یې عمل پرې نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي