۰

د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره خپلې مرستې ډېروي

یکشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۶
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د روغتیا نړیوال سازمان پتېلې، چې له افغانستان سره خپلې روغتیايي مرستې زیاتې کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره خپلې مرستې ډېروي
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د روغتیا نړیوال سازمان پتېلې، چې له افغانستان سره خپلې روغتیايي مرستې زیاتې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې موخه اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن یکشنبې د مرغومي ۱۶ مه د روغتیا نړیوال سازمان له لوړ پوړي پلاوي او د اړونده وزارتونو له دولتي چارواکو سره کتلي دي.

له اجرائیه ریاسته خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي عبدالله د روغتیا نړیوال سازمان له راغلي پلاوي او د افغان دولت د اړونده وزارتونو له مسوولینو سره د افغانستان په ناامنه سیمو کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق په اړه خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي ښاغلي عبدالله د روغتیا نړیوال سازمان له مرستو په ځانګړې توګه په روغتیايي، تخنګي او پولیو د واکسین په مالي مرسته کې مننه وکړه او د نورو مرستو او همکارۍ غوښتونکی شو.

ښاغلي عبدالله و ویل، چې لا هم په لرې پرتو او ناامنه سیمو کې د مور او ماشوم د مړینې جدي ستونزه شته، چې مرستو ته اړتیا لري.

دغه راز د افغان حکومت اجرائیه رییس دا هم ویلي، چې په اوس کې د ساري ناروغیو خوراېدا هم زیاته شوې او د مخنیوي لپاره یې باید جدي ګامونه واخستل شي.

په دغه ناسته کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز ویلي، چې د پولیو له منځه وړل یې د کار په لومړیتوبونو کې دی.

نوموړي و ویل، که څه هم وزارت د پولیو د مخینوي لپاره ډېرې هڅې کړې، خو پایلې یې د توقع خلاف ویې او په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پولیو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د عامې روغتیا وزیر وايي،  د پولیو پېښې تر ډېره په ختیځ او سویلي په ځانګړې توګه کندهار ولایت کې زیاتې وې او په دغه سیمو کې د سرچینو او انساني ځواک د کمښت له امله نېږدې ۸۰۰ زره ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاتې شوي دي.

په ورته وخت کې وزیر دا هم و ویل، چې د پولیو د مخینوي په برخه کې یې د روغتیا له نړیوال سازمان سره یوه هوکړه هم کړې، خو مالي سرچینو ته اړتیا لري.

ډاکتر عبدالله د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وغوښتل، چې په لرې پرتو او ناامنه سیمو کې د پولیو د مخنیوي په برخه کې مالي او تخنیکي مرستې زیاتې کړي.

بل خوا په دې ناسته کې د نړیوال روغتیايي سازمان مشر ډاکتر تیت روس ادهانوم ژمنه وکړه، چې دغه ټولنه به په ناامنه او لرې پرتو سیمو کې د پولیو د مخنیوي په برخه کې له افغانستان سره هر اړخیزه مرسته کوي او دغه راز به خپلې مالي مرستې ډېروي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي