بدخشان کې د سروزو کان په لوېدو کې ګڼ کسان وژل شوي

16 جدی 1397 ساعت 14:35

سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د سروز پر کان کیندونکو کان لوېدلی، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د سروز پر کان کیندونکو کان لوېدلی، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د مرغومي ۱۶ مه د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوالۍ د سرو زرو په یوه کان کې رامنځ ته شوې.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي، کان کېدونکو په سروزرو پسې یو تونل کښلی و، چې د کار پر مهال پرې لوېدلی دی.

نوموړي و ویل تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه خو سیمې ته د ژغورنې ډله لېږل شوې ده.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، په دغه پېښه کې تر ۵۰ پورې کان کېندونکو ژوند له لاسه ورکړی خو ځینې نورې سرچینې بیا وايي، تر اوسه ۲۸ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان سیمه ییزه چارواکو تر اوسه د مرګ ژوبلې یاده شمېره تایید او یا رد کړې نه ده.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 


د مطلب کود: 112124

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112124/

جمهور
  https://www.jomhornews.com