۰

طالبانو دایکنډي کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي خو پر شاه تمبول شوي

دوشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۹
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو دای کنډي ولایت کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونونه کړي و چې له ماتې سره مخ او پر شاه وتمبول شول.
طالبانو دایکنډي کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي خو پر شاه تمبول شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو دای کنډي ولایت کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونونه کړي و چې له ماتې سره مخ او پر شاه وتمبول شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دایکنډي والي سید انور رحمتي ویلي طالبانو پرون یکشنبې د مرغومي ۱۶ مه مازیګر مهال د کجران لسوالۍ د کندوی په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.

نوموړي زیاته کړې طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او تر دوه ساعته جګړې او څلور طالبانو تر وژل کېدو وروسته په شاه وتمبول شول.

د دایکنډي والي وايي، په نښته کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:دایکنډي
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي