۰

فاریاب کې د طالبانو یو ولسوال او سرې قطعې قوماندان هم وژل شوي

دوشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۶
ملي دفاع وزارت وايي، فاریاب ولایت کې د وژل شویو طالبانو په ډله کې د هغوی یو ولسوال او د سرې قطعې یو قوماندان هم شامل دي.
فاریاب کې د طالبانو یو ولسوال او سرې قطعې قوماندان هم وژل شوي
ملي دفاع وزارت وايي، فاریاب ولایت کې د وژل شویو طالبانو په ډله کې د هغوی یو ولسوال او د سرې قطعې یو قوماندان هم شامل دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې  ۲۰۹ شاهین قول اردو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې افغان ځواکونو پرون په المار او قرغان ولسوالیو کې ۲۸ طالبان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

دفاع وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خپر تایید کړی خو ویلي یې دي، په المار او قرغان ولسوالیو کې ۳۱ وسله وال وژل شوي او څأور نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه وايي، په وژل شویو طالبانو کې د د المار لپاره د طالبانو ولسوال ملا سرور او د سرې قطعې قوماندان مولوي حبیب الله هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي