د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، د سولې په اړه هر ډول خبرې باید د افغانانو په مشرۍ وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې هلته له هندووستان ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د سولې هر ډول خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت تر سره شي، ځکه په وینا یې د افغانانو له ګډون پرته د سولې خبرې پایلې ته نه رسېږي او سوله نه شي راتلای.
د ملي امنیت شورا سلاکار د طالبانو د قطر دفتر په اړه ویلي، چې دغه دفتر د ټولو اړخونو استازولي نه شي کولی ځکه طالبان ټول په یوه خوله نه دي.
ښاغلي محب له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ویلي، چې دا یوازې ګنګوسې دي، خو که وځي هم نو افغان حکومت د وضعیت د کابو کولو لپاره تیاری لري.
نوموړي هند په سیمه کې د افغانستان ښه ملګری بللی او ویلي یې دي، د اړتیا پر وخت به پر هند غږ وکړي او له دغه هېواد سره به خپلې اړیکې لا ژورې او ښې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل