سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیکا ولایت د یوې چاودنې له امله ۸ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د جمهور آزانس د خبر له مخې دغه پښه نن دوشنبې د مرغومي ۱۷ مه د پکتیکا ولایت د جانخېلو ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
عیني شاهدان وايي، خلک د سودا اخستلو باندې بوخت و، چې د یوه دوکان مخې ته اېښي ماین د ماشومانو د لوبولو پر مهال چاودنه وکړه.
دوی زیاتوي ماشومانو فکر کړی، چې ګنې دا د لوبو کوم شی دی او د لوبې پر مهال یې چاودنه کړې ده.
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمود ارین وايي،دوی د پنځو کسانو د وژل کېدو پخلی کولی شي خو ښايي دغه شمېر نور هم لوړ شي.
په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت د مرکزي روغتون مسوولین وايي، په دغه پېښه کې د دوه ماشومانو په ګډون ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:پکتیکا