۰

د څار لاندې کسانو د نوملړ له خپرېدو وروسته یوه مجرم ځان پولیسو ته تسلیم کړ

دوشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۴
د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی له خوا تر څار لاندې مجرمانو د نوملړ تر خپراوي وروسته یو تن مجرم ځان پولیسو ته سپارلی دی.
د څار لاندې کسانو د نوملړ له خپرېدو وروسته یوه مجرم ځان پولیسو ته تسلیم کړ
د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی له خوا تر څار لاندې مجرمانو د نوملړ تر خپراوي وروسته یو تن مجرم ځان پولیسو ته سپارلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت پرون یکشنبې د مرغومي ۱۶ مه د یو شمېر کسانو نوملړ خپور کړ، چې په قتل، غلا، سړي تښتونې، او نورو جنايي پېښو کې یې لاس درلود.

د دغه لېست تر خپرېدو وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش نن دوشنبې ویلي، یو تن مجرم چې نوم یې په دې نوملړ کې شامل و، د خپلې مور په وړاندې ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی.

ښاغلی دانش وايي، تسلیم شوی کس چمتو دی چې د خپل بانډ د نورو غړو په نیولو کې له پولیسو سره همکاري وکړي.

باید و ویل شي، کورنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به د هغه نیمه دولتي، سیاسي او پټې مافیا چې د نظام له امکاناتو په مستقیم یا غیر مستقم ډول عامه نظم او امنیت اخلالوي نوملړ هم خپور کړي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ولس ته ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به د دغه مافیا نوملړ په خپلو سترګو و ویني.

په اعلامیه کې ویلي شوي، د نیمه دولتي سیاسي او پټې مافیا له غړو به وغوښتل، چې خپل حسابونه له کورنیو چارو وزارت سره پاک کړي،که نه د پولیسو په نرم ځواک سره به یې بانکي حسابونه وتړل شي، هوايي ډګرونه به د دوی او د کورنیو د غړو پر وړاندې بند شي.

کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ولس ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي«انتظار وباسي او له خپل پولیسو سره اوسۍ»

یاد وزارت مافیا ته پر داسې مهال خبردارۍ او ولس ته د هغوی پر ضد د جدي ګامونو اخیستو ډاډ ورکوي، چې تازه یې د لسګونو هغه کسانو نوملړ خپور کړی، چې په غلا، انسان تښتونه، قتل او د عامه نظم په ګډوډولو کې تورن دي.

وزارت له خلکو غوښتي چې که د دغه کسانو چې نوملړ یې خپور شوی په اړه معلومات لري او یا هم ورته پیدا شي، په بېړه دې له حکومت سره اړیکه ونیسي.

کورنیو چارو وزارت وايي، هر چا چې د دغه کسانو په نیونه کې ورسره مرسته وکړه، مادي او معنیوي مکافات به ورکړي.

دا لومړی ځل دی، چې کورنیو چارو وزارت په ډېره زړه ورتیا سره د لسګونو هغه کسانو چې په بېلا بېلو جرمونو تورن دي نوملړ خپروي.

بل خوا پر خواله رسنیو د کورنیو چارو وزارت د دغه اقدام خورا ستاینه شوې او تمه یې ترې کړې، چې په خپلې ژمنې عمل وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي