د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي هېواد یې د افغان سولې لپاره هڅه کوي او نور به د چا لپاره جګړه ونه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خان دغه څرګندونې د ترکیې رادیو تلوېزیون سره په مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري.
د هغه په وینا له نېکه مرغه دا خبره اوس ټول مني او پاکستان هڅه کوي د افغانستان د نورو ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ طالبان له امریکا او افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي.
عمران خان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا مرستو ته په اشارې ویلي« کله چې ته د نورو په مالي مرسته تکیه کوې، بیه به یې هم ور کوې او پاکستان یې درنه بیه پرې کړه.»
د عمران خان په خبره، د ۲۰۰۱ کال سپټمبر ۱۱ له پېښو وروسته پاکستان بیا له امریکا سره ودرېد او د پیسو بدل کې یې له هغه چا سره جګړه وکړه، چې ۸۰ لسیزه کې ور سره ملګری و، خو نور پاکستان نور د چا لپاره جنګ نه کوي.
هغه و ویل«اوس موږ له چا پیسې نه اخلو او بدل کې کار نه ور ته کوو، زموږ بهرنۍ پالیسي د پاکستاني ولس پر بهترۍ څرخي.»
عمران خان دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو پیلېدو سره د واشنګټن او اسلام اباد اړیکي د نږدې کېدو په لور دي.
جمهورخبري آژانس:کابل