۰

راتلونکو دوه ورځو کې به د کابل ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي

سی شنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۶
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د روانې اوونۍ تر پای پورې به د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.
راتلونکو دوه ورځو کې به د کابل ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د روانې اوونۍ تر پای پورې به د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

د یاد کمېسیون مرستیال ویاند شیما علم سروش جمهورخبري آژانس ته و ویل، چې تر اوسه پورې د کابل د ټاکنو ۸۰ سلنه معلومات سیستم ته داخل شوي دي.

د هغې په وینا همدې ته په کتو کمېسیون هڅه کوي، چې د روانې اوونۍ تر پای پورې د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړي.

نوموړې زیاته کړه، چې په اوس مهال کې له درې سوه زیاتو محلونو د رایو بیا شمېر دوام لري او د کمېسیون تخنکي کارکوونکي هڅه کوي، دغه پروان د اونۍ تر پای پورې بشپړه او وروسته یې پایلې اعلان شي.

مېرمن سروش د هغه نوملړ په اړه چې په دې وروستیو کې په خواله رسنیو ښکته پورته کېږي، و ویل، چې دا جعلی دی او هر کله چې د بریالیو نوماندانو لېست د کمېسیون له رسمي سایټ څخه خپور شو هغه به د باور وړ وي.

د ټاکنو کمېسیون یو ځل بیا په روانه اوونۍ کې د کابل د لومړنیو پایلو د اعلانو خبر پر داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې یې هم څو ځله ورته ژمنه کړې، خو وروسته یې پایلې نه دي اعلان کړې.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي