۰

امریکا او طالب استازي سبا بیا پر افغان سوله خبرې کوي

سی شنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۹
ټاکل شوې امریکايي چارواکي او طالب استازي سبا (چهارشنبې د مرغومي ۱۹ مه) قطر کې د افغان سولې په تړاو مخامخ خبرې وکړي.
امریکا او طالب استازي سبا بیا پر افغان سوله خبرې کوي
ټاکل شوې امریکايي چارواکي او طالب استازي سبا (چهارشنبې د مرغومي ۱۹ مه) قطر کې د افغان سولې په تړاو مخامخ خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا د امریکا چارواکو او طالب استازو تر منځ د افغان سولې په تړاو پنځمه غونډه ده، چې تر سره به شي.

تر دې وړاندې امریکايي چارواکو او طالب استازو درې ځله په قطر او یو ځل په متحده عربي اماراتو کې د سولې په تړاو خبرې کړې وې.

د اماراتو په ناسته کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان استازو هم ګډون درلود خو ویل کېږي، د سبا په غونډه کې به د دغه دریو هېوادونو استازي نه وي.

د اماراتو ناستې ته د افغان حکومت استازي هم ورغلي و تر څو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، خو له فشارونو سره سره طالبانو د افغان حکومت له ورغلي پلاوی سره له خبرو انکار وکړ.

هغه مهال دا هم ویل کېدل، چې د اماراتو په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د سولې په تړاو به بله غونډه د روان میلادي ۲۰۱۹ کال په جنورۍ میاشت کې په سعودي عربستان کې کېږي، خو اوس داسې راپورونه خپاره شوي، چې ګڼې دغه ناسته لغوه او یا هم ځندول شوې ده.

ویل کېږي، د سعودي د ناستې جوړېدو کې ځکه ستونزې رامنځ ته شوې چې اماراتو او سعودي له طالبانو غوښتي، چې مخامخ خبرې وکړي، خو طالبان لا هم په خپل دریځ ولاړ دي.

اوس ویل کېږي، چې د امریکا او طالبانو پنځم پړاو مخامخ خبرې به سبا چهارشنبې د مرغومي ۱۹ مه په قطر کې تر سره شي.

یوه لوړ پوړي طالب چارواکي ویلي دوی له دوه اړخیزه مشورو وروسته پرېکړه کړې، چې سبا به له امریکايي چارواکو سره مخامخ دوه ورځنۍ خبرې وکړي.

پخواني طالب چارواکي سید اکبر آغا هم جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې امریکا او طالب به سبا په قطر کې مخامخ خبرې پیل کړي، خو په دې ناسته کې به د سیمې هېوادونو استازي نه وي.

هغه و ویل«طالبان غواړي یواځې له امریکا سره خبرې وکړي، د هغوی لومړنی شرط له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل دي او داسې ښکاري، چې امریکا په دې اړه طالبانو ته شین څراغ ورکړی نو ځکه طالبان هم سولې ته میلان ښيي.»

سید آکبر اغا زیاته کړه، چې د طالبانو تر منځ د سولې په اړه د تېر په پرتله لېوالتیا او خوښي زیاته شوې او ښايي علت یې همدا وي، چې امریکا هغوی ته د ځواکونو ایستلو په اړه څه خبره کړې وي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي