ولسمشرۍ مانۍ وايي، د تدارکاتو ملي کمېټې د کونړ ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون په ګډون اته پروژې منظور کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګه نن چهارشنبې د مرغومي ۱۸ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې ۸ تدارکاتي مورده ارزول شوي چې په پایله کې یې ملي تدارکاتو کمېسیون له ۱،۷ میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ټول تړونونه منظور کړل.
دغه راز سرچینه زیاتوي په دې غونډه کې د اوسپنې او حرارتي پایپونو د تولیدي شرکت د جوړولو په موخه د انرژۍ او اوبو وزارت پېشنهادي طرحه له غور او بحث وروسته ملي تدارکاتو کمېسیون تایید کړه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، له ښرنې څخه تر انګوراډې پورې د ۵۰ کیلومترو په اوږدوالي د سړک جوړولو او بیارغونې پروژې قرارداد د تعدیل د منظورۍ په اړه د ټول ګټې وزارت وړاندیز، د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو تصویب کړ.
خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني پر یادې پروژې د بحث پر مهال یو ځل بیا د پروژو په تطبیق کې د ادارو له لورې پر لا زیاتې څارنې ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل