سیمه ییز چارواکي وايي، خوست ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ملکي وګړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د مرغومي ۱۸ مه د خوست ښار د ننه سپین جومات ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
عیني شاهدان وايي، چاودېدونکي توکي د سړک د غاړې په یوه درول شوي موټر سایکل کې اېښودل شوي و، چې چاودنې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خوست د ولایتي روغتون چارواکو ویلي د پېښې له ځایه دوی ته یو مړی او ۱۶ ټپیان وروړل شوي، چې تر درملنې لاندې دي.
بل خوا د بابري ګل او متون بابا په نومونو شخصي روغتونو ته هم لس تنه ټپیان وروړل شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:خوست