د سولې د عالي شورا د دارالانشا د رییس محمد عمر دواوزي په مشرۍ د دغه شورا څلور کسیزه پلاوی د افغان سولې په تړاو اسلام آباد ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی نن سه شنبې د مرغومي ۱۸ مه اسلام آباد ته ولاړ او تمه ده، چې له پاکستاني چارواکو سره به پر افغان سوله خبرې وکړي.
اسلام آباد ته د دغه پلاوي تر سفر وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې داودزی به د شاه محمود قریشي سره هم وګوري.
خپله عمر داودزي هم پاکستان ته تر سفر وړاندې ویلي چې د سولې عالي شورا پلاوی به د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو په موخه له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
ښایي ښاغلي دوادزی د پاکستان پر سیاسي چارواکو سربېره د ځینو سیاسي او مذهبي ګوندونو له مشرانو سره هم وګوري او د سولې په تړاو ورسره خبرې وکړي.
پاکستان ته د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی پر داسې مهال ځي، چې ټاکل شوې سبا په قطر کې امریکا او طالبان هم پر سوله مخامخ خبرې وکړي.
د دوی دغه خبرې به سبا چهارشنبې او پنشنې دوام وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل