مشرانو جرګې د جنرال عبدالرازق د ترور پېښې څېړلو ته پلاوی وټاکه

18 جدی 1397 ساعت 15:00

مشرانو جرګې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د ترور کېدو څخه درې میاشتې وروسته د دغه پېښې د څېړلو لپاره یو ځانګړی پلاوی وټاکه.


مشرانو جرګې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د ترور کېدو څخه درې میاشتې وروسته د دغه پېښې د څېړلو لپاره یو ځانګړی پلاوی وټاکه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې د نن سه شنبې مرغومي ۱۹ مې په غونډه کې د سناتورانو په اکثریت سره د دغه پېښې د څېړنې تایید شوه.

د دغه پلاوی مشري به د جرګې د لومړي مرستیال محمد عالم اېزدیار په غاړه وي، خو ورسره به د جرګې د نورو کمېسیونونو استازي او د کندهار سناتور هم وي.

د جنرال رازق د ترور پېښې د څېړلو په اړه مشرانو جرګې وروسته له هغې پلاوی وټاکهو چې د کندهار سناتور رحمت الله اڅکزي د جنرال رازق د وژل کېدو پېښې په څېړلو کې د ملي امنیت ریاست ناکام وباله.

سناتور رحمت الله اڅکزي و ویل، چې د ملي امنیت ریاست تر اوسه د دغه پېښې د څېړلو ټول جزیات او اقدامات له افغان ولس سره نه دي شریک کړي.

د هغه په وینا د لوی کندهار ولس د دغه پېښې د جدي څېړلو او پر وړاندې یې د جدي اقداماتو او د عاملانو د محاکمې کلک غوښتونکي دي، خو ملي امنیت تر اوسه هېڅ ډول ځواب نه دی ویلی.

تر دې وروسته د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د سناتورانو په تایید سره د پېښې د څېړلو لپاره یو ځانګړی پلاوی وټاکه او ویې ویل، چې دغه پلاوی به کندهار ته ځي او له نېږدې به څېړي او د ملي امنیت ریاست سره به پرې خبرې کوي.

مشرانو جرګې تر دې وړاندې هم د همدې موضوع په تړاو د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی استجواب کړی وو او هغه ویلي و، چې دغه پېښه په پنځو پړاو کې څېړل شوې او پایلېیې جمع بندي شوې دي.

هغه و ویل، چې د پېښې په تړاو ۲۲ شکمن کسان نیول شوي، لا هم پلټنې روانې دي او هغه کسانو ته نېږدې شوي یوو چې د دې پېښې عاملین دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تېرې تلې میاشتې په ۲۶ مه نېټه په کندهار کې له یوې پوځي غونډې وروسته د یوه وسله وال کس په برید کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 112211

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112211/

جمهور
  https://www.jomhornews.com