۰

امریکا له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پر تګلاره کار پیل کړی

چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۰
لوېدیځې رسنۍ د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له قوله وايي، امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو پر پلان کار پیل کړی دی.
امریکا له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پر تګلاره کار پیل کړی
لوېدیځې رسنۍ د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له قوله وايي، امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو پر پلان کار پیل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واشنګټن پوست ورځپاڼې ته شپږو تنو حکومتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي پنټاګون د امریکا د ولسمشر ټرمپ تر امر وروسته پر دې پلان کار پیل کړی دی.

د امریکا ولسمشر څه موده وړاندې ویلي و، چې له افغانستان به ۷ زره امریکايي سرتېري باسي خو اوس د سپینې ماڼۍ دوه لوړ پوړو چارواکو ویلي له افغانستان د وتونکو ځواکونو شمېر به ښايي له اووه زرو خورا ډېر کم وي.

واشنګټن پوسته دغه امریکايي چارواکو زیاته کړې، چې پنټاګون پر داسې یوه تګلاره کار کوي، چې لږ شمېر عسکر بېرته راوباسي او زیاته هلته(افغانستان کې) پاتې شي، چې مهم ماموریتونه مخ ته یوسي.

یادو امریکايي چارواکو ټینګار کړی، چې پوځي چارواکو ټرمپ ته قناعت ورکړی، چې د سرتېرو سوکه سوکه ایستل به ګټور وي خو په وینا یې تر اوسه لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او کېدی شي، ټرمپ د ټولو عسکرو د ایستلو امر ورکولی شي.

له افغانستان د امریکايي سرتېرو ایستلو موضوع یو ځل بیا پر داسې مهال را برسېره کېږي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا هڅې روانې دي او ټاکل شوې وه نن امریکايي چارواکي او طالبان قطر کې سره کېنې خو دغه غونډه یې د نامعلومه دلایلو له امله لغوه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي