۰

تر اماراتو وروسته د سعودي ولیعهد له ۱۵ میلیارد ډالرو ژمنې سره پاکستان ته ځي

چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۴
د قطر تر ولیعهد وروسته پاکستان ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د ورتګ راپورونه ورکړل شوي دي.
تر اماراتو وروسته د سعودي ولیعهد له ۱۵ میلیارد ډالرو ژمنې سره پاکستان ته ځي
د قطر تر ولیعهد وروسته پاکستان ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د ورتګ راپورونه ورکړل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ رسنیو ویلي شهزاده سلمان به له ۱۵ میلیارد ډالره ژمنې سره پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د سعودي عربستان د یوې خبري سرچینې له قوله لیکي، چې سلمان به د خپل سفر په ترڅ کې د تېلو د چاڼ زېرمو په برخه کې د ملیاردونو ډالرو پانګونې تړونونه لاسلیک کړي.

دغه ورځپاڼه وايي، د پاکستان او سعودي د اقتصادي پلاو تر منځ په ګوادر بندر کې د تېلو د چاڼ خونو پر جوړېدو له وړاندې خبرې شوې او پای ته رسېدلې دي.

سرچینه زیاتوي، د سعودي اقتصادي پلاوی چې مشري یې محمد بن سلمان کوي، په راتلونکې فبروری میاشت کې به پاکستان ته سفر وکړي او له بېلابېلو چارواکو سره به وګوري.

د پاکستان د فدرالي دولت سلاکار وزیر هارون شریف ډان ورځپاڼه ویلي، په ګوادر بندر کې د تېلو د چاڼ خونو پر جوړېدو څه موده وړاندې د سعودي د ۱۵ کسیزه اقتصادي پلاوي او پاکستان تر منځ خبرې وروستۍ شوې دي.

هغه زیاته کړې، چې د تیلو د چاڼ خونو تړون له آرامکو شرکت سره وروستۍ شوی او تړون به یې په یوه مناسب وخت کې لاسلیک شي.

نوموړي تا هم ویلي، چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به سعودي، امارات او چین په پاکستان کې ۴۰ میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

پاکستان ته د سعودي د ولیهعد د سفر خبرونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې څو ورځې وړاندې د اماراتو ولیعهد هم پاکستان ته د ۶.۲ میلیارد ډالرو مرستې سره پاکستان ته تللی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي