کابل کې د امریکا سفیر:

په قطر کې له طالبانو سره ناسته په پلان کې نه وه

19 جدی 1397 ساعت 9:57

کابل کې د امریکا سفیر جان باس هغه راپورونه رد کړي، چې ګنې په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ ناسته لغوه شوې ده.


کابل کې د امریکا سفیر جان باس هغه راپورونه رد کړي، چې ګنې په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ ناسته لغوه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جان باس ویلي دغه ناسته لغوه شوې نه ده، بلکې له لویه سره په پلان کې نه وه او په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې طالبان باید هومره چې رسنیو سره خبرې کوي، باید خپلو افغان هېوادوالو سره یې هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د وسله والو طالبانو لوړ پوړو کسنو ځینو رسنیو ته ویلي و، چې نن چهارشنبې د مرغومي ۱۹ مه به قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سوله خبرې وشي.

دغه طالب چارواکو دا هم ویلي وو چې غونده به دوه ورځې وي او په کې به پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وشي، خو وروسته رویټرز خبري آژانس د ځینو طالب سرچینو له قوله خبر ورکړی و، چې غونده پر اجنډا د اختلاف له امله لغوه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112231

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112231/

جمهور
  https://www.jomhornews.com