۰

ملي امنیت کندهار کې د وسله والو ۱۱ کسیزه ډله نیولې

چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۴
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، د دې ریاست ځانګړو ځواکونو کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو ۱۱ کسیزه ډله نیولې ده.
ملي امنیت کندهار کې د وسله والو ۱۱ کسیزه ډله نیولې
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، د دې ریاست ځانګړو ځواکونو کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو ۱۱ کسیزه ډله نیولې ده.

د جمهور آژنس د خبر له مخې دغه ریاست نن چهارشنبې د مرغومي ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه وسله وال طالبانو د کندهار په اړونده سیمو کې نیول شوي دي.

ملي امنیت ریاست په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو ټینګار کوي، چې بشپړ جزیات به وروسته خپاره شي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي