۰

بلخ کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منخ نښته کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخ کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منخ نښته کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته نن چهارشنبې د مرغومي ۱۹ مه د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې وروسته له هغې رامنځ ته شوې، چې طالبانو پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه وکړل.

د بلخ امنیه قوماندان محمد اکرام سامع ویلي طالبانو نن سهار د چهاربولک په تیمورک سیمه کې پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه وکړل.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان د امنیتي ځواکونو له سخت ځوابیه برید سره مخ شوي، چې په نتیجه کې یې ۲۰ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

هغه په جګړه کې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پخلی وکړ، ولې کره شمېره یې په ډاکه نه کړه.

خو په ورته وخت په چهاربولک کې د سیمه ییزه پولیسو قوماندان محمد امان ویلي د طالبانو په برید کې ۱۴ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۷ تنه طالبانو له ځان سره بېولي دي.

د قوماندان امان په وینا په وژل شویو سرتېرو کې ۳ سیمه‎ییز پولیس، ۳ ځانګړي ځواکونه او ۸ ملي پولیس شامل دي او دغه راز طالبانو د مزار-جوزجان د لویې لارې د پولیسو درې ټانکونه سوځولي او د محلي پولیسو یو هاموې ټانګ یې له ځان سره وړی دی.

په ورته وخت کې امنیتي چارواکي وايي، سیمې ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي او ډېر ژر به له لاسه وتلې سیمې بېرته له طالبانو ونیسي.

طالبانو تر اوسه د دغه جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي